روسیه د افعان سولې په اړه د تازه هڅو خبر ورکوي

روهي (یوه نۍ/ ۳ د کب)، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له هندي چارواکو سره کتلي دي. 

د راپورنو له مخې چې دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دوی د افغان سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره په خبرو بوخت دي او هڅه کوي چې طالبان د جګړې پای ته تیار کړي. 

نوموړي همدا راز ویلي چې د افغان سولې په تړاو د پاکستان او مسکو اړیکې هم ډېرې شوې دي چې باید هند یې په اړه اندېښمن نه وي. 

د نوموړي په وینا چې دا هڅې په سیمه کې د احتمالي خطر د مخنیوي په موخه پېل شوې دي.