روهي (یوه نۍ/۳ د کب)، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لورل مېلر په یوه مرکه کې ویلي، ښایي د بایډن اداره د سرتېرو تر پرېښودلو ددوی ایستلو ته لومړیتوب ورکړي، خو ځینې شرایط به لري.
د نوموړې په خبره د سرتېرو ایستلو ته دلایل ډېر دي یو تر ټولو مهم دلیل دا دی چې د سرتېرو شل کلن حضور په افغانستان کې بې ګټې و، نو له همدې امله یې لا ډېر پاتې کېدل هم بې ګټې دي.
نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري نو له همدې امله ټولو ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې پر سیاسي حل رښتینی تمرکز وکړي.
وروستي