جوبايډن  افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو وايي، خو دا جګړه څنګه  پای ته رسوي؟ 

روهي (نۍ/۲ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن ويلي دي چې حکومت يې د افغانستان د سولې له بهير ملاتړه کوي او په دې ټېنګار کوي چې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسيږي. 

نوموړي چې مونيخ کې د ناټو د دفاع وزيرانو په ناسته کې خبرې کولې، ويلي دي چې دوی د دپلوماسۍ له لارې په داسې ډول د افغانستان جګړه پای ته رسوي، چې په راتلونکي کې افغانستان د امريکا او د هغې ملګرو ته د ګواښ ځای نه وي. 

نوموړي زياته کړې، "زما اداره په افغانستان کې له راون ډېپلوماټیک بهیر او د هغې جګړې له پای ته رسېدو چې د شل کلنۍ په درشل کېده، په پیاوړي توګه ملاتړ کوي. موږ ژمن یوو ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان هېڅکله پر امریکا، زموږ پر متحدانو او زموږ پر ملي ګټو د ترهګریزو بریدونو لاره هواره نه کړي."

د يادونې ده چې واک ته د جوبايډن په رسېدو سره د امريکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فېبرورۍ  مياشتې د هوکړې د بيا کتنې  او افغانستان کې د امريکا ځواکونو د پاتې کېدو ويل شوي دي. 

له بلې خوا دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هم ځنډېدلي دي او طالبانو ګواښ کړی دی چې که چېرې د دوحې هوکړې اړوند امریکايي ځواکونه پر ټاکل وخت له افغانستانه ونه ځي، نو ستره جګړه به پيل چې مسووليت به يې هم د امريکا پر غاړه وي.