روهي (نۍ/۲ د کب)، طالبانو په يو خبرپاڼې کې خپلو قومندانانو او جنګياليو ته امر کړی دی چې د هېواد د تاريخي اثارو څخه ساتنه وکړي. اعلاميه کې ويل شوي دي چې د تاريخي ودانيو، منارونو، زړو کلاوو او نور لپاره دې ځانګړې پاملرنه وشي.
د طالبانو د خبر پاڼې په يوې برخې کې ويل شوي دي، "په هيڅ ځای کې چاته اجازه نشته چې څوک قدیمي آثار له ځمکې څخه را وسپړي، انتقال او خرڅ يې کړي او یا يې په بل نامه له هیواد څخه وباسي."
طالبانو دا خبرداری هم ورکړی دی چې چاته به اجازه ورنه کړي چې تاريخي اثار وسپړي، قاچاق او د هېواد دننه او بهر يې خرڅ کړي.
دغه اعلاميه وروسته له هغې خپريږي چې د باختر خزانې په اړه په دې وروستيو کې اندېښنې راپورته او حکومت د خلکو د ډاډ لپاره ياه خزانه څو اوونيو وړاندې نندارې ته وړاندې کړه.
وروستي