محقق: طالبان د هزاره ګانو پر وړاندې قومي - مذهبي جګړه کوي 

روهي (نۍ/۲ د  کب)، په سياسي او امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق په دايکنډي او يو شمېر نورو ولايتونو کې د طالبانو وروستيو بريدونو ته غبرګون ښوودلی او دا يې مذهبي او قومي جګړه بللې. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې طالبانو د دايکنډي ولايت په پاتو ولسوالۍ کې پر وروستي بريد کې لس ولسي وګړي وژلي او دا ښوودنه کوي چې طالبان د هزاره ګانو پر وړاندې قومي - مذهبي جګړه کوي. 

محقق ادعا کړې ده چې طالبان پر خپلو ژمنو نه دي ولاړ او له امريکا سره د دوحې تړون ژمنې يې هم ماتې کړې دي. محمد محقق په تېرو شپږو کالونو کې د ولسمشر غني د سرسختو سياسي نيوکه کوونکو وو.