د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې يو سړک د احمد شاه مسعود په نوم نومول کيږي 

روهي (نۍ/۲ د کب)، د احمد شاه مسعود ورور او د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې به يو سړک د احمد شا مسعود په نوم ونومول شي. نوموړي ويلي دي چې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د ده په لېدنه کې پر دې موضوع خبرې شوې دي. 

احمد ولي مسعود چې د پاکستان په رسمي غوښتنه اسلام اباد ته تللی له لومړي وزير عمران، بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او يو شمېر نورو لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره يې کتلي دي. 

له لومړي وزير عمران خان سره په لېدنه کې په دې خبرې شوې دي چې پلازمېنه سالام اباد کې به يو سړک د احمد شاه مسعود په نوم شي. احمد ولي مسعود ويلي دي چې له دې کاره د پاکستان موخه، احمد شاه مسعود او د هغې مبارزې ته درناوی دی. 

له دې وړاندې د فرانسې پلازمېنه پاريس کې د شمال ټلوالې د دغه پخواني قومندان په نوم د يو يادګاري څلي د جوړېدو ويل شوي وو. مسعود د شورويانو پر وړاندې جګړې کې له فرانسې سره ښې اړيکې درلودې. 

احمد شاه مسعود چې په ۲۰۰۱ کې په يوې چاودنې کې ووژل شو، د شورويانو پر وړاندې له جګړې وروسته يې د مقاومت په نوم د طالبانو پر وړاندې پنځه کاله جګړه وکړه.