
روهي (نۍ/۱ د کب)، د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وایي، چې په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د روانو ديپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي چې تازه یې د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کړې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان قضیې په اړه له اروپایي هېوادونو په سلا مشورو مخکې لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر هم د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته په خپله وینا کې ویلې و هېواد به یې له افغانستان په بیړه خپل ځواکونه ونه باسي او په وینا یې چې واشنګټن د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمن دی.