ضمیر کابلوف په پاکستان کې له باجوه سره پر افغان سولې خبري کړي

روهي (نۍ/۲ د کب)، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی او هلته د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره پر افغان سوله غږیدلی.

په همدې موخه د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوې چې په دې لیدنه کې دواړو خواو د افغان سولې وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د روسیې استازی داسې مهال پاکستان ته ځي چې نوموړي څو ورځې وړاندې په په افغانستان کې د ائتلافي حکومت د جوړیدو په تړاو څرګندونې وکړ او افغانان د سولې په پروسه کې د پاکستان په نیت شک لري.