د افغانستان بهرنيو چارو وزارت: د کابلوف څرګندونې د کابل او مسکو دواړو په ګټه نه دي 

روهي (جمعه/۱  د کب)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی. د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دا ډول څرګندونې د افغانستان او روسيې په ګټه نه دي. 

د بهرنيو چارو وزات په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې روسيه نه شي کولی چې افغانستان چې د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی او طالبان چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو په نوملړ کې ډله ده په يو ډول حساب کړي. 

ضمير کابلوف تېره اوونۍ په خپلو څرکندونو کې ويلي وو، چې د افغانستان د روانې ستونزې وروستی حل دا دی، چې د اوسني حکومت پر ځای يو انتقالي حکومت جوړ شي.