طالبان: د امریکا د تاریخ ترټولو لویه جګړه له طالبانو سره د دوحې په تړون عمل کولو سره ختمېږي امریکا چې بهر نه شي جګړه کوو

روهي ( جمعه / ۱ د کب )،دناټو عمومي سرمنشي، ینس سټولټنبرګ له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

سټولټنبرګ ویلي، ناټو د ترهګری خلاف جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمنه ده.
 
نوموړي په ټولو لوریو غږ کړی چې د سولې خبرو د تقویت او د سیاسي حل لپاره خپلې رول ولوبوي.
 
حکومت د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په اړه د ناټو د پرېکړې هرکلى هم  کړی.
 
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغانستان د ناټو دوامداره مرستو ته اړتیا لري خو طالبانو بیا له امریکا غوښتنه کړې « تاسې ووځئ موږ افغانان په خپلو کې سره جوړېږو»
 

طالبانو ویلي، د امریکا د تاریخ ترټولو لویه جګړه له طالبانو سره د دوحې په تړون عمل کولو سره ختمېږي که امریکایي ځواکونه له افغانستان نه بهر نه شي جګړه کوو.
 
 
امریکا او طالبانو د تېر کال فبرورۍ میاشت کې د سولې تړون لاسلک کړ هغه وخت چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر و، په دې تړون کې دواړو لورو ځینې ژمنې سره وکړې چې امریکا به په ټاکلې موده کې له افغانستان وځي او طالبان به پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي.
 
خو د امریکا نوی حکومت له لوري د یاد تړون ارزولو کیسې وسله وال طالبان ورخطا کړي او د نورو هیوادونو سفرونه یې پیل کړي.
 
به کور دننه عام خلک وایي د سولې هدف ته رسیدل باید لومړیتوب وي.