روان کال د طبیعي پېښو له امله په هېواد کې نږدې ۱۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې

روهي (جمعه /۱ د کب)، پېښو ته د رسیدو په وړاندې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وایي، چې روان کال په ټول هېواد کې د طبعیي پېښو له امله نږدې ۳۰۰ سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې هممهاله ورسره ۱۳۴۰ کسان ټپیان شوې هم دي.

نوموړي چې نن یې د حکومت حساب ورکونې پروګرام کې مالومات ورکول وویل چې د 1399 مالي کال لپاره دې وزارت ته له ځانګړې شوې بودجې یې 89 سلنه مصرف کړې.

جیلاني زیاتوي چې د ۱۳۹۹ مالي کال په جریان کې یې د 152 ملیونه افغانیو په لګښت په ولایتونو کې ۵۱ د لوړ خطر لرونکي او کوچنۍ اضطراري احتیاطي پروژې پلي کړي او په وینا یې چې په هېواد کې له طبیعي پېښو زیانموونکو سره یې پر وخت مرسته کړې او دې برخه کې یې په عاجلو حالاتو کې د هېواد له ملي پوځ د مرستې ځانګړې مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد وزارت په وینا چې روان کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵،۰۰۰ کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي چې له خوراکي او غېرې خوارکي توکو ترڅنګ پکې د سرپناه جوړول هم شامل دي.