د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې مسؤلین وایي چې روان کال یې ۲۲ پروژې بشپړې کړي د ګڼو نورو کار روان دی

روهي (جمعه / ۱ د کب)، د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي ادارې مسولین وایي چې روان کال یې د ملي پروژو په پلي کولو سره د هیواد د اوبو مدیریت سربېره د ملي برنامو مدیریت پراختیایي او رغنیزو پروژو په ترسره کولو سره ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

ددې ادارې د مرستیال صداقت الله صادق په وینا چې د فراه اب ګردان او پکتیا مچلغو د بندونو د چارو ترڅنګ یې د هرات - خواف ریل پټلۍ پرانیستل د طبیعي پیښو او تروریستي بریدونو له امله زیانمن شویو ساحو بیارغونې لپاره ګړندي ګامونه اخیستي.

صادق زیاتوي چې د پغمان باغ بالا د جوړونې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د قصرونو بیارغونه او د ننګرهار د شاهي ماڼۍ بیارغونې او ترمیم ترڅنګ یې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې ورته نورې چارې د روان کال لاسته راوړنې دي.

ددې ادارې د عملیاتي چارو د همغږۍ رئیس وحیدالله محمود په وینا چې په 1399 مالي کال کې ددې ادارې لخوا ټولټال ۲۲ پروژې پلې شوې دي او دا مهال 84 ودانیزې پروژې تر کار لاندې  او د ۲۳۰ د ډیزاین چارې روانې دي. 
 
د یادې ادارې په وینا چې روان مالي کال یې دې ادارې ته له ځانګړې شوې عادي بودجې ۹۲ سلنه او انکشافي بودجې ۹۸ سلنه په مصرف رسولې ده.