ولسمشر غني هېواد کې د روانې وچکالۍ مديريت امرالله صالح ته وسپارو 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د ۲۰۲۰ جینوا کنفرانس د ژمنو د څار او پلې کولو ورکشاپ کې ويلي دي چې ما دوه کاله وړاندې دا خبرداری ورکړی وو، چې هېواد به له وچکالۍ سره مخ شي. 

ولسمشر غني هېواد کې د روانې وچکالۍ د مديريت مسووليت خپل لومړي مرستيال امرالله صالح ته سپارلی دی. غني ويلي چې ښاغلی صالح به دا مسووليت ولري، چې دا برخه مديريت کړي. 

ولسمشر غني د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې د برېښنايي پېژند پاڼو وېشنه د برېښنايي حکومتوالۍ لپاره اړينه ده او اوس مهال هره ورځ نېږدې ۲۵زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل کيږي. 

افغان ولسمشر د فساد په اړه ويلي دي چې فساد پر وړاندې مبارزه له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان له ژمنو ده او په دې برخه کې ټول مسووليت لري. 

ولسمشر محمد اشرف غني چارواکو ته دا لارښوونه هم کړې ده، چې بې ځايه لګښتونه بايد ودرول شي. ولسمشر د مامورين د معاشونو په اړه دا هم ويلي دي چې معاشونو بايد د مار پر بنسټ ورکړل شي.

 نوموړي ماليې وزير ته لارښوونه کړې، چې پراختيايي بودجه بايد زياته او عادي بودجه کمه کړای شي.