.jpg)
روهي (پنځه نۍ/۳۰ د سلواغې)، په افعانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ میلر وایي چې طالبانو د تمې خلاف جګړې ډېر کړي.
نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلې، چې طالبانو د نورو کالونو خلاف روان کال د ژمې په موسم کې هم خپلو سختو جګړو ته دوام ورکړی او دا سولې د روانې پروسې په مخکې تر ټولو ستر خنډ دی.
میلر همدا راز اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي طالبان د پسرلي په راتګ سره خپلې جګړې لا سختې کړي خو نوموړي په طالبانو غږ کړی چې د سولې روانې بین الافعاني خبرې دې له خنډ سره نه مخ کوي او له تاوتریخوالي دې لاس واخلي.