ناټو: طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د سلواغې)، ناټو یو ځل بیا د افغان سولې پروسې د بریا لپاره په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې ودروي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ددې سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبریالانو ته ویلې چې طالبانو لا هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار نه ده هواره کړې.

د نوموړي په وینا، چې دوی په تکرار ډول طالبانو ته څرګنده کړې چې د ځواکونو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي خو طالبانو لا هم د سولې خبرو سره هممهاله تاوتریخوالی نه دی کم کړی.

دده په خبره که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي نو په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کیدو ته اړتیا ده او د ځواکونو ایستلو ته شرایط اماده نه دي.