دوستم حکمتيار ته: ستر سړی يې؛ اول فکره کوه او بيا خبرې؛ د نظام د سقوط مه وايه؛ اول کس زه یم چې د نظام ملاتړ کوم 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د سلواغې)، د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم د ګلبدين حکمتيار وروستيو څرګندونو  ته چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د محاصرې يې په کې ويلي وو، سخت غبرګون ښوودلی. 

عبدالرشيد دوستم حکمتيار ته ويلي دي،  "ستر سړی يې؛ اول فکره کوه او بيا خبرې؛ د نظام د سقوط مه وايه؛ دلته له نظامه ملاتړي کوونکي شته؛ اول کس زه یم چې د نظام ملاتړ کوم."

دوستم ويلي دي چې زه يو دوه ځلې له حکمتيار سره مخامخ شوی يم، د ده ګواښ ولسمشر محمد اشرف غني ته يوازې نه دی، بلکې دا ګواښ نظام ته دی او که لارښوونه راته وشي نو له ارګ دفاع کوم. 

دوستم حکمتيار ته وړاندې ويلي چې که ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې شوې بيا دې د بېرته راتګ فکر هم وکړه. دوستم وړاندې ويلي دي چې د نظام د ړنګوونکو مخنيوی کوي او د قانون منګلو ته به يې سپاري.