ضمير کابلوف: د افغانستان د ستونزې وروستی حل دا دی چې ائتلافي حکومت جوړ شي 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د سلواغې، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف رسنيو ته ويلي دي چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره يوازينۍ لار دا دی چې يو انتقالي يا ائتلافي حکومت جوړ شي. 

د کابلوف په وينا چې لومړي پړاو کې بايد يو انتقالي حکومت جوړ شي، ترڅو ښکلې خواوې مهار کړي؛ له هغې وروسته به يو بل حکومت رامنځ ته کيږي او همدا د افغانستان د ستونزې هواری دی. 

دغه روسي ډپلوماټ د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې که چېرې طالبان ټول قدرت ونېسي نو يوه بله سناريو به پيل شي، نو غوره دا ده چې پر يو انتقالي حکومت سره هوکړه وشي. 

ضمير کابلوف په خپلو خبرو کې دا هم ويلي  دي چې اوس مهال طالبان د افغانستان د خاورې پر څلورمې برخې بشپړ واک لري.