رحماني: حکومت (بايد) هرات کې سوداګرو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي


روهي (څلور نۍ/۲۹ د سلواغې)، د ولسي جرګې رئيس میر رحمان رحماني نن ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته پر حکومت غږ کړی چې د هرات په اسلام کلا بندر کې سوداګرو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.
 
رحماني د هرات ولايت وروستۍ اور لګیدنه وحشتناکه اورلګېدنه بللې او ويلي دي چې له خصوصي سکتوره په ملاتړ حکومت بايد سوداګرو ته اوښتي زیانونو جبران ورکړي. 
 
د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو بيا ويلي دي چې هرات اسلام کلا ګمرک کې فساد شتون درلود او له اور لګېدنې وروسته یو شمېر مالونه غلا شوي هم دي‌. وکيلانو له حکومت غوښتي چې هلته پلټونکی پلاوی واستوي. 
 
د مالوتو پر بنسټ د هرات اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې له امله ۹۰۲ د تيلو، ګازو او نورو خوراکي موادو موټرې سوځېدلي دي.