د پاکستان نړيواله هوايي کرښه (PIA) افغانستان ته الوتنې پيلوي 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د سلواغې)، د پاکستان نړيوالې هوايي کرښې يا PIA په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دوی له افغان چارواکو سره خبرې کړې ترڅو يادې الوتکې افغانستان ته د سوداګرۍ او مالومانو د لېږد - رالېږد په برخه کې الوتنې پيل کړي. 

د PIA مشر ارشد مالک د افغانستان د هوايي چلند ادارې له مشر قاسم وافيزاده سره په دې اړه لېدنه کړې او د دواړه هېوادونو د اړيکو د لا پراختيا په پار يې افغانستان ته د PIA سوداګريزو الوتنو ويلي دي. 

ارشد مالک همدا ډول کابل کې د اسلام اباد له سفير غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د PIA د کارمندانو او پېلوټانو د تګ په پاره د ويزې د ورکړې پر اسانتياوو له افغان چارواکو سره وغږيږي. 

له دې وړاندې د مالېزيا حکومت له خوا د پاکستان د نړيوالې هوايي کرښې يا PIA يوه الوتکه د پور په بدل کې نېول شوې وه.