هرات کې د وروستۍ اورلګېدنې د څېړنې پلاوي پر موټر ماين چاودنه شوې او سوځېدلی 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د سلواغې)، د هرات ـ اسلام کلا پر لويې لار د پوليسو پر هاموي ډوله موټر پسې چاودنه شوې. د پوليسو دغه موټر اسلام کلا کې بند کې د وروستۍ اورلګېدنې په اړه له کابله د څېړنې پلاوي ملتيا کوله. 

مسوولينو ويلي دي چې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوی او درې نور په کې ټپيان دي. دې پېښه کې د پوليسو هاموي موټر هم سوځېدلی او ويجاړ شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی. 

هرات کې د وروستۍ اورلګېدنې د مالوماتو موندونکی پلاوي وايي چې د دوی د شمېرو پر بنسټ، دغه اور لګېدنه کې ۹۰۲ موټرونه سوځېدلې دي او شونتيا شته چې شمېرې له دې هم لوړې شي.