روهي (څلور نۍ/۲۹ د سلواغې)، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي اسټفانو پونټه کورو سره په کتنه کې له افغانستان د ځواکونو د وتلو په تړاو ددې سازمان د وروستي دریځ هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت له لورې په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره په لیدنه کې د ناټو د عمومي منشي د وروستیو څرګندونو او د دغه سازمان د "شرایطو پر بنسټ" دريځ څخه هرکلی وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې نن به د ناټو دفاع وزیران په برسلز کې له افغانستان د ځواکونو د وتلو په تړاو جرګه کیږي چې څو ورځې وړاندې ددې سازمان مشر ویلې تر هغه چې خطرونه ختم شوې نه وي دوی به له افغانستان ځواکونه ونه باسي.
وروستي