د امریکا دفاع وزیر: مونږ باید ګډه سلا او پریکړه وکړو

روهي (څلور نۍ/۲۹ د سلواغې)، تازه د امریکا دفاع وزیر د ناټو د دفاع وزیرانو راتلونکي غونډې ته په خپل پیغام کې ویلې، چې "موږ باید ګډه سلا مشوره وکړو، ګډه پریکړه او ګډ عمل وکړو."

د نوموړي په خبره چې دوی هغه وخت پیاړوي دي چې د یو ګډ ټيم په توګه کار ترسره کړي.

د امریکا دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې مهال مخې ته راځي چې ټاکل شوې نن په برسلز کې د ناټو دفاع وزیران په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د دوام او یا پای ته رسولو په اړه د  پریکړې لپاره سره جرګه شي.

د ناټو د دفاع وزیرانو یاده دوه ورځنۍ غونډه به نن د افغانستان په وخت ماښام مهال پېل شي چې د ناټو سازمان عمومي منشي ین ستولتنبرګ به یې مشري کوي.