نړیوال بانک له افغانستان سره نږدې سل میلیونه ډالر مرسته تائید کړه

روهي (څلور نۍ/۲۹ د سلواغې) تازه نړیوال بانک له افغانستان سره د نږدې سل میلیونو ډالر مرسته تائید کړه.

په همدې موخه د نړیوال بانک له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې، چې تازه یې له افغانستان سره د ۹۷،۵ میلیونه ډالرو مرسته تائید کړې په وینا یې د کرونا وېروس او وروستیو وچکالیو له زیانمونکو سره د مرستې په خاطر به ولګول شي.

یاد بانک په خپره کړې اعلامیه کې یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو ډاډ ورکړی.
نړیوال بانک تر دې وړاندې هم په بشري برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.