ایران او روسیې د هند په سمندر کې ګډ پوځي تمرینات پېل کړي

روهي (څلور نۍ/۲۹ د سلواغې)، د راپورونو له مخې ایران او روسیې د هند سمندر کې د "سمندري امنیتي کمربند" په نوم ګډ پوځي تمرینونه پېل کړي. 

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې د ایران سمندري ځواکونو، د سپاه پاسدران انقلاب سمندري ځواکونو او د روسیې بحري ځواکونو ګډون کړی. 

د دغو ګډو تمرینونو ویاند آډمیرال غلام رضا طحاني وايي، چې دغه تمرینونه په دې موخه ترسره کیږي چې په سمندر کې د ژغورنې، مرستې رسولو، د مخابراتي او عملیاتي ګڼو بڼو د تامین په برخه کې له یو بل سره د مالوماتو او وړتیاوو تبادله زیاته شي.

د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دغه پوځي تمرینونه به درې ورځې دوام وکړي.