بایډن به د افغانستان په اړه یوازې خپلې پرېکړې ته لومړیتوب ورکړي

روهي (څلور نۍ/۲۹ د سلواغې)، تازه ځینو بهرنیو رسنیو د افعانستان په اړه د ولسمشر جوبایډن پریکړو ته اشاره کړې.

په همدې موخه نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلې چې جوبایډن ښایي د افعانستان په تړاو ډېر د چا مشورو ته اړتیا ونلري ځکه نوموړی د افغانستان له موضوعاتو او سیاست سره اشنا او دې برخه کې پریکړې ورته سختې نه وي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې بایډن به ډېر ژر د افغانستان په اړه خپل وروستی دریځ اعلان کړي خو ښایي د سرتېرو حضور یا دوام په افغانستان کې له روان وضعیت سره وتړي.