د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبو نیټه په ډاګه شوه

روهي (څلور نۍ /۲۹ د سلواغې)، ټاکل شوي ترڅو د افغانستان او زمبابوې کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه ټسټ او درې شل اوریزه لوبې ترسره شي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ به لومړۍ ټسټ لوبه د مارچ میاشتې په دویمه نیټه پیل شي، او دویمه ټسټ لوبه به د همدې میاشتې په لسمه نیټه پېل شي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ به درې شل اوریزه لوبې د مارچ پر اولسمه، نولسمه او شلمه نیټه پیل شي.
زمبابوې کریکټ بورډ د افغانستان خلاف ټېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه خو د شل اوریزه لوبو لپاره به وروسته خپله لوبډله اعلانوي.

ټاکل شوي څو افغان کریکټ بورډ به هم لنډو ورځو کې خپله لوبډله اعلان او د لوبو ترسره وي په موخه به یې متحده عرب اماراتو ته ولیږي.