روسیه د افغانستان په تړاو نړیواله غونډه رابولي

روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبر ورکړی چې د روان میلادي کال د فبروري میاشتې تر اخیره پورې به په روسیه کې د افغانستان په اړه یوه مهمه نړیواله ناسته جوړه شي. 

په همدې موخه د سپوټنیک اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې د افغانستان په تړاو په دې ناسته کې به روسیه، متحده ایالات، چین، پاکستان او ایران ګډون ولري. یاد وزارت تر اوسه د دغې ناستې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي. 

د یادونې ده چې مخکې تر دې هم په روسیه کې د افغان سولې په اړه ناسته جوړه شوې وه خو افغان حکومت پکې ګډون ونه کړ.