روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، په میانمار کې د پوځ د وروستۍ کودتا په تړاو ملګرو ملتونو ددې هېواد پوځ ته د راتلونکو بدو پایلو خبرداری ورکړی.
په همدې موخه د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق پرون ویلې، چې د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي کریستین شرانر بورګنر پرون د میانمار د پوځي حکومت له مرستیال سره تیلفوني خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې د سوله ييزو مظاهرو او غونډو لپاره د خلکو حق ته دې درناوی وکړي.
حق وایي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د میانمار پوځي حکومت ته خبرداری ورکړی چې د اعتراض کوونکو ځپل به ښايي ناوړه عواقب ولري.
دا په داسې حال کې ۱۵ ورځې وړاندې د پوځ لخوا په هېواد کې د کودتاه وروسته چې په ترڅ کې یې انګ سان سوچي له واکه لرې کړه پراخ لاریونونه روان دي.
وروستي