روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد خالد پاینده وايي چې، د ښوونکو لو ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو د زیاتوالي لپاره د د داخلي مشاورینو شمیر او معاشونه ارزول کیږي او شمیر يې هم کمیږي.
نوموړی زیاتوي چې په پام کې ده د جمهور رئیس، د جمهور رئیس د مرستیالانو او د کابینې د غړو تنخواوې (او نور لوی مصارف) راکم شي څو د ښوونکو او مامورینو په معاشونو کې لازمه اندازه زیاتوالی راشي.
تازه د ولسي جرګې ځینو غړو هم خبر ورکړی چې د دولتي مامورینو د معاشونو د لوړیدو په برخه کې پرمختګ شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګه د حکومت لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه په دې خاطر دوه ځله رد کړه چې د ولسي جرګې غړي له حکومت غواړي ترڅو د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې د حکومت د ټیټ رتبه مامورینو معاشونه لوړ کړي.
وروستي