جلال اباد ښار کې په دوو جلا پېښو کې د پولیسو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، يوه امنيتي سرچینه وايي نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار اړوند څلورمې ناحیې عید ګاه مسجد ته څېرمه درې تنه چې په ټوډي موټر کې ناست و، چې د ناپيژاندو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي.

اخوا جلال اباد ښار کې د نن سهار دویم برید پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.

يوه امنيتي سرچینه وایي، دویمه پېښه هم  شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار دریمې ناحیې اړوند ارزاقو کوڅې سیمه کې ناپيژاندو کسانو پر پولیسو ډزې کړې، چې له امله یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې دواړو بریدونو مسولیت کوم چا نه دې منلی.