د نیمروز پر کروند ګرو مېرمنو ۳۵ شنې خونې وېشل شوې

روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په مرسته یې روان کال ددې ولایت د مرکز زرنج ښار او خاشرود ولسوالۍ کې پر یو شمېر کروندګرو مېرمنو ۳۵ شنې خونې وېشلې دي.

د یاد ریاست د چارواکو په خبره چې د «ډاکار» موسسې په مرسته ددې ولایت پر یو شمېر مېرمنو ۱۵ شنې خونې وېشلې دي، چې له دغو شنو خونو څخه برخمنو شويو مېرمنو په شنو خونو کې د کرکېلي لارې چارې هم زده کړې دي.

چارواکي همدا راز زیاتوي، چې په ورته وخت کې، د «ډاکار» موسسې په مرسته د نیمروز ولایت په کنګ، زرنج او چهار برجک ولسوالیو کې ۳۷ بڼونه هم جوړ شوي دي.