روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، د راپورونو له مخې د حوثي یاغیانو د بې پيلوټه الوتکو په مرسته د سعودي عربستان پر جده او ابها هوایي ډګرونو بریدونه کړی دي چې مالي زیانونه یې اړولي.
ددې بریدونو په تړاو بیا د سعودي عربستان حکومت ویلې، چې حوثیانو له چاودېدونکو توکو ډکه الوتکه د الابها هوایي ډګر پر لور توغولې وه چې د دوی له لوري خنثی او له منځه وړل شوې ده.
د سعودي عربستان پر یادو دوو هوایي ډګرونو د بریدونو په تړاو ځینو بهرنیو رسنیو هم ویلې، چې د یادو پېښو له امله دوه ساعته پروازونه درېدلي وو، خو په بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
وروستي