ناټو: سرتېري یې تر هغه له افغانستان نه وځي چې خطرونه ختم شوي نه وي

روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، تازه له افغانستان د ځواکونو د وتلو په تړاو د ناټو عمومي منشي ویلې، تر هغه چې په افغانستان کې د طالبانو حضور او جګړه ختم نه شي خپل سرتیري له دې هېواد نه اوباسي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یادوې څرګندونې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبریالانو ته کړي د نوموړي په وینا چې دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان شل کاله پخواني حالت ته وګرځي.

د سټولټنبرګ له افغانستان د ناټو ځواکونو د وتلو په تړاو څرګنده کړې چې د ناټو ټول غړي هېوادوه موافق دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي. 

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ناټو سرتېري به تر هغه له دې هېواد نه وځي چې د ترهګرۍ  خطرونه په بشپړ ډول ختم شوي نه وي.