د افغانستان کرکټ بورډ په خوست او ننګرهار کې دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیلوي

روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په څلورو ګروپونو کې د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه (ګرېټ ټو) پنځوس اوریزه سیالۍ په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پیلیږي.

د فراه، هرات، لوګر، لغمان، زابل، بغلان او جوزجان او د ننګرهار، خوست او کابل ب لوبډلو له درېمه درجه ولایتي سیالیو څخه د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه لوبو ته لار پیدا کړې.

د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مسؤل احسان الله عبید پدې اړه وایي چې "یادو لسو غوره لوبډلو د وزیر محمد اکبر خان درېمه درجه (ګرېټ تري) لوبو څخه دغو لوبو ته لار وموندله چې پدې پړاو کې به له کندهار، میدان وردک، کندز، هلمند، بلخ او پکتیا ولایتي لوبډلو سره د لوبو ډګر کې مخامخ شي او له دوی څخه به څلور غوره لوبډلې (لومړۍ درجه ولایتي سیالیو) ته لار پیدا کړي."

د یادونې ده، چې یادې لوبې به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او د روان کال د مارچ میاشتې تر ۲ نېتې به دوام وکړي.