یوناما: له حکومته غوښتنه

روهي ( دوه نۍ/ ۲۷ د سلواغې )، د افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما ) په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې په هدفي وژنو کې ۱۱ مدني فعالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، یاد کسان د سولې خبرو له پیل څخه د ۲۰۲۱ کال تر ۳۱ مې نېټې وژل شوي او مسولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی، له دې ډلې ۵ مدني فعالان او ۶ نور د رسنیو کارکونکي دي.
 
یادې استازولۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ګواښ سره مخ مدني فعالانو او رسنیو کارکونکو سره  دوامداره مرسته وکړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.