ولايتي مسوولين د دايکنډي ولايت پر پاتو ولسوالۍ د طالبانو د بريد وايي 

روهي (دوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د دايکنډي ولايتي مسوولين وايي چې طالب جنګياليو تېره شپه نېږدې يوولس بجې د دغه ولايت پر پاتو ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې بريد کړی، چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

د دايکنډي ولايتي مسوولين وايي چې د طالبانو بريد کې يو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي؛ دوی طالبانو ته هم د مرګ - ژوبلې د رسېدو ويلي دي، خو شمېرې يې نه دي په ګوته کړي. 

له بلې خوا طالبانو دايکنډي ولايت کې د دوی د بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لېکلي دي، چې د باميان ولايت کهمرد ولسوالۍ کې يې شپږ پوليس وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.