روهي (دوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د تېرې ورځې څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی. صالح په د حکمتيار نوم نه دی ياد کړی، خو لېکنه يې د نوموړي په پتې لېکلې ده.
د ولسمشر لومړي مرستيال پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "له ۴۰ کالونو د ډېر وخت موده کې يې د بغاوت، دسېسيو، کودتاوو، جګړو او وژونو پر مټ هڅه وکړه چې ارګ ته ورسيږي، خو په کې بريالی نه شو، خو چې کله نوموړي د افغانستان ملي بيرغ، اساسي قانون او نظام ته درناوی وکړ، ولسمشرۍ ماڼۍ کې دننه او مېلمه شو، خو له هغې فرصت يې هم سمه ګټه پورته نه کړه."
صالح لېکلي دي چې حکمتيار اوس مهال د راکېټونو د وېشتلو پر ځای خبرې کوي او بايد چې دا کار يې وستايل شي. امر الله صالح د حکمتيار د تېرې ورځې څرګندونې سياسي ټوکې بللې دي.
وروستي