پاکستان وایي هند په افغانستان کې د ترهګرو د روزنې ۶۶ مرکزونه لري

روهي (دوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، تازه د نیوز انټرنېشنل ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي چې  هند په افغانستان کې د ترهګرو د روزنې لپاره ۶۶ او په هند کې ۲۱ مرکزونه لري.

د ورځپاڼې په وینا چې هند په دې وروستیو کې د جماعت الاحرار او حزب الا حرار ډلې هم سره یو ځای کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دغه دواړه ډلې د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پراخ حضور لري او پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.