د ګلبدين حکمتيار نننۍ څرګندونو ته د عطا محمد نور توند غبرګون او پيغورنه 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن ورځ کابل کې د سلواغې شپږوېشتمې يا له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ورځې په تلين غوڼدې د حکومت تر څنګ د پخوانۍ شمال ټلوالې له خوا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر نوم جګړې هم نيوکې کړې. 

ګلبدين حکمتيار د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي   "ځيني جګړه غوښتني او ملت دښمنه د بهرنيو په لارښوونه اوس هم د دويم مقاومت خبرې کوي.  خو دوی بايد دا هېر نه کړي چې لومړی مقاومت يې په منډه تر کولابه ورسېد."

د ګلبدين حکمتيار دغه خبرو ته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې د دوی لومړی مقاومت بريالی، د اوسني نظام د جوړېدو سبب او د اړتيا په وخت کې به دويم مقاومت هم شروع کړي. 

عطا محمد نور ويلي دي چې ګلبدين حکمتيار اويا زره افغانان ووژل، پر کابل يې راکېټونه ووېشتل او د کابل د قصاب لقب يې خپل کړ. د عطا په وينا چې  حکمتيار د نفرت او کرکې نور خبرې نه لري. 

عطا محمد نور وړاندې لېکلي دي چې دوی په هېڅ وخت کې هېواد نه دی پرېښی، خو دا حکمتيار وو چې کالونه د کرښې هغه خوا تښتېدلی وو او وروسته يې د تسلېمۍ سر ټېټ کړ. 

نوموړي لېکلي دي چې ګلبدين حکمتيار اوس د حکومت په کرايې کور کې اوسيږي، د بيت المال پيسې خوري خو بيا هم د حکومت او نظام لپاره طرحې وړاندې کوي.