ولسمشر غني: شوروي مات شو، خو کورنيو او ګوندي جګړو ملي بنسټونه، نظام او پوځ هم له منځه يوړل 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سلواغې ۲۶مې يا له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د کليزې په پيغام کې ويلي دي چې افغانستان ته د شورويانو راتګ يرغل وو او نړيوال مشروعيت يې نه درلود. 

افغان ولسمشر ويلي دي چې د افغانستان د خلکو د جهاد په پايله کې شورويان مات شول، خو شورويان غير مسوولانه له افغانستانه ووتل چې په پايله کې يې افغانستان له بحران سره مخ شو. 

افغان ولسمشر دا هم ويلي دي چې د افغانستان د خلکو د قربانۍ او جهاد په پايله کې شورويان په دې اړ شول چې افغانستان خوشی کړي خو کورنيو او ګوندي جګړو ملي بنسټونه، نظام او پوځ هم له منځه يوړل. 

محمد اشرف غني ټېنګار کړی دی چې اوس وخت کې بايد شورويانو د وخت تجربه بيا تکرار نه شي، چې د هېواد د بې ثباتۍ او بحران سبب به شي.