ټرمپ بيا ځلې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند کېدای شي 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د امريکا مشرانو جرګې د پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ دويمه اسیتضاح تر سره او نوموړي په کې  برائت تر لاسه کړی. دې سره به ټرمپ وکولی شي چې  د متحدو ايالتو راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته بيا نوماند شي. 

د ټرمپ د اسیتضاح په اړه د امريکا مشرانو جرګې غړو ۴۳ مخالفې او ۵۷ موافقې رايې کارولې دي او نوموړي ته يې برائت ورکړی دی. ټرمپ تورن وو چې د خپلې واکمنۍ پر وروستيو کې يې پر کنګرس د بريد امر خپلو پلويانو ته کړی وو. 

پخواني ولسمشر د متحدو ايالتو دا ځل ولسمشريزې ټاکنې جنجالي کړي او تر اخېره يې د نوي ولسمشر جوبايډن رايې له درغليو ډکې بللې او د لوړې مراسمو کې يې هم ګډون ونه کړ.