په بغلان کې د سړک غاړې د مين په چاودنه کې 9 تنه ووژل شول

پرون د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين په سيمه د سپرلی يو موټر د سړک غاړې پر مين ختلی، چې له امله يې 9 تنه ووژل شول. په وژل شويو کسانو کې پنځه ماشومان ، دوې ښځې او دوه سړي وو، چې يوه واده ته روان وو.
وړمه ورځ هم په هلمند او ارزګان کې د مين د چاودنې له امله اته تنه ووژل شول. په وروستيو ورځو کې د سړک غاړې د بمونو د چاودنې له امله د ملکي وګړو د وژنو پېښې زياتې شوي دي.