په کندهار کې د AFC فوټسال روزنې کورس پای ورسید

روهي (یوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د افغانستان فوتبال فدراسیون وایي، چې د فوټسال روزنې روزنیز ټولګی چې په کندهار کې د روزونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه پيل شوی و، پای ته ورسېد. 

د فوټبال فدراسیون په وینا، چې په دغه ټولګي کې د کندهار ولایت د فوټسال ۲۶ مربیانو ګډون کړی و او د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښوونکي او د فوټسال د ملي لوبډلې د سرمربي عبدالرزاق ممرک له خوا يې د فوټسال نوي تاکتیکونه زده کړل.

فدراسیون زیاتوي، چې دغه ټولګي شپږ ورځې دوام وکړ او موخه يې د اسیا د فوټسال روزنې لومړۍ درجې ټولګي ته د غوره روزونکو معرفي او ورپېژندل و.