د افعانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو ټاکوونکي ډلګۍ لغوه او پر ځای یې اداره رامنځته کړې

روهي (یوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د افغانستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ وایي، چې د لوبغاړو په غوراوي کې د لا ‌‌‌‌‌‌ډېر شفافیت راوستلو په موخه یې د لوبغاړو د مدیریت سېستم رامنځته کړی چې د لوبغاړو د وړتیا ترڅنګ د بدن تناسب او ‌‌‌‌‌‌ډسیپلین به هم په همدې سېستم کې ثبتیږي.

په همدې موخه د افعانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په یو ویډیويي پیغام کې ویلې، چې د غوراوي اداره به د یو سیتسم او سافټویر له لارې لوبغاړي غوره کوي.

د نوموړي په خبره، چې په دغه سیستم کې به د ملي او داخلي لوبغاړو د لوبو ریکارډونه او معلومات  خوندي کیږي او هر لوبغاړی به دې ته لاس رسۍ ولري چې خپل وړتیا همدلته وګوري.

نوموړی زیاتوي، چې له دې لارې به ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي پروسه نوره هم شفافه شي او د واسطو او خپلولۍ مخه به ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به د افغانستان د ملي ، نولس کلنې، ایمرجنګ او نورو لوبډلو ته د همدې سېستم په اساس د لوبغاړو غوراوی کیږي، چې له دې وړاندې دا چاره د د لوبغاړو د ټاکوونکي ډلګۍ له لارې کیده چې ډیری وخت به د لوبغاړو او افغان کرکټ مینوالو له نیوکه سره مخ وه.