د امریکا د سنا لخوا د ټرمپ د استیضاح هڅه بریالی نه شوه

روهي (یوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د استیضاح سره د ددې هېواد د سنا غړو مخالفت وښود.

امریکا د سنا غړو له هغه طرحې سره مخالفت وکړ چې له مخې به یې ټرمپ استیضاح او محاکمه کېده؛ پر نوموړي تور و چې د امریکا پر سنا یې د برید لپاره لاریون کوونکي هڅولي وو.

د ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره دغه غوښتنې ۶۷ رایو ته اړتیا لرله خو ټولټال یې ۵۷ مثبتې رایې ترلاسه کړې او په توګه د نوموړي له استیضاح سره مخالفت وشو.
 
ټرمپ د سنا ددې پرېکړې هرکلی کړی دی او په خبره یې دده استیضاح او په دې اړه د سنا د ځینو غړو دریځ د تاریخ تر ټولو ستر ظلم و، خو پکې بریالي نه شول.