طالبان وایي د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د هېچا په ګټه نه دی او یوازې جګړې به اوږدې کړي

روهي (یوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، طالبانو د ناټو غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

داسې مهال چې راتلونکې اونۍ د ناټو ددفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي، طالبان وایي چې باید د دوحې له هوکړې سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي. 

طالبان همدا راز وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د هېچا په ګټه نه دی او یوازې جګړې به اوږدې کړي. 

په همدې موخه د طالبانو له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې چې امریکا له دوی سره د شوې هوکړې له مخې تر اوسه د دوی زندانیان نه دي خوشې او ورسره افغان ځواکونو په دوی بریدونه ډېر کړې دي.