هرات کې د نننۍ اور لګېدنې وروستی حال 

روهي (نۍ/۲۵ د سلواغې)، نن ورځ له ايران سره پر پوله د هرات ولايت په اسلام کلا ګمرک کې اور  ولګېد، چې ژور مالي زيانونه يې رامنځ ته کړي دي. له اور لګېدنې نېږدې اووه ساعته تيريږي، خو تر اوسه يې لامل نه دی مالوم شوی. 

د اسلام کلا ګمرګ مسوولين وايي چې دغه اور لګېدنه کې تر پنځو سوه د تيلو او ګازو ټنکرونه سوځېدلي دي. د مسولين په وينا اور درې بجې لګېدلی او لا هم جريان لري. 

هرات والي وحيد قتالي رسنيو ته ويلي دي چې هرات ولايت کې د اور د پيزوان کولو اسانتياوو شتون نه درلود او د اور وژنې لپاره يې له ايران او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت څخه مرسته غوښتي.