محب: طالبان بشپړ واک غواړي 

روهي (نۍ/۲۵ د سلواغې)، د مليی امنيت شورا سلاکار حمد الله محب وايي چې طالبان غواړي چې افغانستان کې په بشپړ دول واک تر لاسه کړي. نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې يوې ناستې کې کړې دي. 

حمد الله محب د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې پاکستان په څرګنده د افغانستان له سولې خو په حقيقت کې د طالبانو له جګړې ملاتړ کوي او دوه ګونی رول لوبوي. 

دغه ناسته کې د ملي امنيت عمومي رئيس احمد ضياء سراج ويلي دي چې هېواد کې هغه ټولې پېښې چې تر سره کيږي له ۹۸ بيا تر ۹۹ سلنه مسووليت يې پر طالبانو دی. 

د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي په داسې وخت کې د طالبانو پر وړاندې دا ډول څرګندونې کوي، چې له تېرو څو اوونيو  دوحه کې د سولې خبري له خنډونو او سستۍ سره مخ شوي دي.