عبدالله عبدالله: زه هم يو ډاکټر يم او د ډاکټرنو ستونزې به ورحل کړم

روهي (جمعه/۲۴ د سلواغې)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ کابل کې د افغانستان د ډاکټرانو اتحاديې په ناستې کې ګډون وکړ او د دوی ستونزې يې واورېدلې. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې د يو ډاکټر او هم مسلکه په توګه به د ډاکټرانو ستونزو ته حل پيدا او همدا ډول يې د کرونا ويروس پر مهال د ډاکټرانو کړنې ستايلي دي. 

د افغانستان د داکټرانو اتحاديې  "نړۍ د تخصص په لور خو افغانستان د تخصص د ړنګولو په لور" يوې ناستې کې پر حکومت نيوکې کړې چې ستونزو ته يې پاملرنه نه کوي.