په لومړي ځل د خوست د غلام خان له لارې ټرانزیټي موټرو تګ راتګ پېل شو

روهي (جمعه/۲۴ د سلواغې)، د خوست ولسونو د هغو باروړونکو موترو تود هرکلی وکړ، چې په ټرانزیټي مالونو بار نن سهار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسیدل.

ولسونو د ټرانزیټ لومړنۍ محموله په اټنونو، بېلابېلو نندارو او خوښیو سره بدرګه کړه.

خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې نن ورځ په لومړي ځل د غلام خان له لارې ټرانزیټي مالونو محموله تر سره کیږي، چې په دې سره غلام خان له مرکزي اسیا سره وصل او د ټرانیزیټي موټرو تګ راتګ پرې پیل شو.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد جلالتماب جمهور رئیس د غلام خان د تاسیساتو د جوړیدو  او مرکزي اسیا سره ددې لارې د وصل لپاره ځانګړي پاملرنه لري او په دې لاره به د ټرانزیټ لپاره نور هم وړ سهمولتونه رامنځته شي.

خوست والي وویل چې خوست ولایت د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ډېر فرصتونه لري او د منظمو پلانونو له مخې به د خوستوالو د هر اړخیز پرمختګ لپاره کار وکړي.

غلام خان بندر چې په خوست کې موقعیت لري د پاکستان سره د نورو ترانزیټي لارو په پرتله نږدې ۴۵۰ کیلومتره نږدې لار بلل کیږي چې د اقتصادي چارو پوهان یې د سوداګرۍ لپاره خواره اغېزمنه او ګټوره لار بولي.